Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل؛ د علي‌پور پر پلوۍ لاریون دویمې ورځې ته وغځېد

د کابل لویدیځ اوسېدونکي د دوهمې ورځې لپاره د سیمه‎ییزو پاڅون کوونکو د یوه قومندان، علي پور د نیولو په غبرګون کې سرکونو ته راووتل او په اعتراض یې لاس پورې کړ.

د راپورونو له مخې قومندان علي پور چې په قومندان شمشېر مشهور دی په برچې سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د قومندان شمشېر پلویانو د نوموړي له نیول کېدو وروسته په کابل کې په اعتراضونو لاس پورې کړ. دا اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل او په ترڅ کې یې ۲۰ پولیسو ټپیان شول.

اعتراضونو تېره شپه(شنبې د لیندې په ۳مه نېټه) تر ناوخته دوام درلود چې د کابل لویدیځ ته تللې لارې د تګ راتګ پر وړاندې تړلې وې.

د راپورونو له مخې نن هم د کابل لویدیځ ته ډېرې لارې تړلې دي او اعتراض کوونکي پل سوختې سیمه کې سره راټول شوي دي.

د اعتراض کوونکو غوښتنه د علي پور خوشې کول دي، دوی وايي تر هغې به خپلو اعتراضونه ته دوام ورکوي چې حکومت نوموړی خوشې کړي

شریک یي کړئ