د سرپل ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د سیمهييزو پاڅونکوونکو د یوه قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، وارث وهاج وايي چې نوموړی قومندان نورالله نومېده او تېره ورځ(دوشنبې د چنګاښ۴مه) د طالبو په یوه کمین کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی وړاندې وايي چې په دې پېښه کې د ښاغلي نورالله څلور سرتېري ټپیان دي.
ښاغلی وهاج وايي چې دا پېښه د سانچارک ولسوالۍ په تېبر کلي کې شوې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.