Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سناټوران: د مشرانو ترمنځ اختلافونه ناورین رامنځته کوونکي دي

سناټورانو له یوې میاشتې او پنځلسو ورځو دوبنیو رخصتیو وروسته، نن یکشنبې (د وږي په ۱۶مه) بېرته خپل کار پیل کړ او په لومړنۍ غونډه کې د سولې خبرو اترو پر څرنګوالي او په دې اړه د اختلافونو په هکله بحث وکړ.

ځينې سناټورانو په نننۍ غونډه کې ګواښ وکړ چې د اوسني نظام د مشرانو او له نظام څخه بهر د سیاستوالانو ترمنځ د اختلافونو شتون هېواد ته ناورین رامنځته کوونکی دی.
 
د دغو سناټورانو نغوته، د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو د معرفۍ په هکله د ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونو او همدا ډول په دغې شورا کې د غړیتوب په اړه د ځينو سیاستوالو مخالفت ته ده.

ولسمشر غني تېره اوونۍ په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو نومونه اعلان کړل، خو عبدالله عبدالله له هغه سره مخالفت وکړ او وې ویل چې دا کار د هغه له واکونو څخه دی. د عبدالله له دغه غبرګون وروسته ځينو سیاستوالانو له هغې ډلې حامد کرزي چې نوم یې په نوملړ کې و، وویل چې د دغې شورا غړیتوب نه مني.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«دوی چې هر څه وکړل د ځان لپاره وکړل، د افغانستان د خلکو لپاره یې کار نه دی کړی.»
 
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي هم وویل:«ډاکټر صاحب عبدالله خپل کسان ګومارلي، وروسته بیا له ولسمشر سره اختلاف کوي چې دا کس به راوستی وای دا به دې نه و راوستئ؛ د سولې لپاره دا د حل لار نه ده.»

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې ډېر ژر به د دې شورا د غړو نومونه وروستي او اعلان شي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له جهادي او سیاسي مشرانو سره لیدلي او خپلې مشورې ترسره کړي دي او پر مشرتابه شورا کار روان دی چې ډېر ژر به وروستی او اعلان شي.»

ټاکل شوې وه چې په نږدې راتلوونکو کې دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.

بلخوا د مشرانو جرګې ځينې غړي د نژدې دوو لسیزو لاسته راوړڼې په تېره بیا جمهوري نظام او د بیان آزادي هغه مسایل بولي چې باید پرې معامله ونه شي. 

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار  څرګنده کړه:«د دیني او مذهبي لږکیو او ښځو حقوق وایم! دا په هغه صورت کې تامینېږي چې موږ په جمهوري نظام کې واوسو.»
          
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي:«ملت خپلې مشورې دولت، طالبانو او امریکایانو ته ورکړي دي او له درې واړو لوریو زموږ غوښتنه هم دا ده چې د ملت مشورې ته پاملرنه وکړي.» 

شریک یي کړئ