Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې د ملي پوځ ځواکونو له جګړې پرته خپلې اډې پرېښي

د فاریاب ځايي چارواکي مني چې په وروستیو ورځو کې، ملي پوځ د دغه ولایت په ځینو برخو کې خپلې اډې له جګړې پرته پرېښې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې څرګندېږي چې د فاریاب تر قیصار پورې د غورماچ ولسوالۍ پر لاره له کمین سره د ملي اردو ځواکونو د لوی کاروان مخامخ کېدو د دې پيښې د څرنګوالي او د دغه راز بریدونو په وړاندې د افغان ځواکونو د مقابلې په اړه یو لړ پوښتنې راولاړې کړې دي.

د دې کاروان د پوځیانو شمېر له ۳۵۰ تر ۴۰۰ تنه بلل شوی، خو له طالبانو سره د هغوی نښتې کابو درې ساعته دوام وکړ او ملي دفاع وزارت تاییدوي چې په دې پېښه کې کابو شل پوځیان مړه او ټپيان شوي دي.

له بلخوا د فاریاب ولایت سیمه‎يیزچاروکي وايي په تېرو دوو اوونیو او د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د چیناي اډې له سقوط وروسته دولتي ځواکونو د قیصار المار او میمنې جوزجان پر لارو خپلې څو پوستې پرېښې دي او د ولسوالیو په مرکزونو کې په نورو پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې اړه وویل:«روحیه ډېره ټیټه شوې، طالبانو له درزابه له ډېرې لوړې روحیې سره راغلل، تبلیغ یې وکړ، له جګړې پرته موږ هغه سیمې چې تاسو ورته اشاره ورکړه له لاسه ورکړې.»

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال امان الله مبین بیا وايي:«پوستې په مناسب حالت کې نه وې، دوی ته داسې لارښونه شوې وه چې پوستې بېرته غونډې شي او تعلیمات او تجهیزات یې سیم شي.»

په دغه راز وضعیت کې ملي دفاع وزارت دغو نیوکو او اندېښنو ته داسې ځواب لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد څرګنده کړه:« هغه څلور کلن امنیتي پلان ته په کتو سره چې هغه شپږو کلونو ته بدلون کوي، ځکه چې هغه مالي ملاتړ چې موږ په بروکسل کې ترلاسه کړ تر ۲۰۲۴، یعنې ناامني د اردو او نورو ځواکونو د ځایونو بدلون دی، د دغه پلان په نظر ترسره کېږي او بله کومه موضوع نه ده.»

له دې مخکې دولتي ځواکونه په تېره بیا د ملي اردو پوځیان پر غزني ښار د طالبانو له بریدونو سره په مقابله کې هم له نیوکو سره مخامخ دي.

آن په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې د غزني پر اجرستان ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته هم د څو ورځو لپاره د ۵۰ کومانډو په ګډون د ملي اردو د کابو سلو پوځیانو برخلیک روښانه نه وو.

له دې سره په یو وخت په بغلان او کندز ولایتونو کې هم په همدې موده کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه شوي و.

په وروستیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی، د حکومت لپاره جدي اندېښنه بلل کېږي، لکه څنګه چې ځینو حکومتي سرچینو ویلي له دندو د امنیتي ادارو د مسوولینو استعفا ته د حاضرېدو یو لامل هم همدا پېښې وې خو ولسمشر د دغو چارواکو استعفاوې ونه منلې.

شریک یي کړئ