Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ترهګرو څخه د میرزا اولنګ د بېرته نیولو لپاره چمتووالی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ درې د بېرته نیولو لپاره یې پرېکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه سیمه کې د ملکي خلکو وژل بشري جنایت بولي او په یوه اعلامیه کې وايي امنیتي ادارو ته یې حکم کړی چې په دې سیمه کې ترهګر له منځه یوسي.

خو د سرپل والي وايي په دې سیمه کې یې د ترهګرو د ګواښونو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړی و خو مثبت ځواب یې ترلاسه نکړ او دا غمیزه رامنځته شوه.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دې اړه وویل:«ما د ناورین له پیل څخه وړاندې او د دغه ناورین له رامنځته کېدو ګواښ کړی وه، او د هغه ستونزو له امله چې ستاسو نظام، ستاسو حکومت درلود په وخت ماته ځواب رانه کړل شو.»

پوځي کارپوهان د مسوولینو بې پامي ناورین رامنځته کوونکې او خطرناکه بولي او د همغږۍ نشتوالی، کمزوری مدیریت او په ولایتونو کې د افغان ځواکونو لخوا د ترهګرو پرخلاف د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د واک نه لرل د دغه راز پېښو لاملونه بولي.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي:«موږ د ګواښ په متناسب هره سیمه کله چې ګواښونه ارزول کېږي او کله چې په سره کرښه کې راځي، باید له وړاندې هغه ځای ته ځواک ولېږل شي. داسې نه وي چې موږ غبرګوني عمل وکړو.»

پخوانی پوځي زلمي وردک هم څرګنده کړه:«په دې ځای کې له بده مرغه د اړیکو مسله ده.له بده مرغه مخصصین د کورنو په کنجو کې ناست دي. له دې امله نو داسې پېښې رامنځته کېږي چې مخالفینو او یا دښمن ته وخت ورکول کېږي او همدا موکه ورکول د مرګ ژوبلې او زیانونو لامل کېږي.»

خو امنیتي ادارې د افغان ځواکونو او مرکزي او ولایتي مسوولینو ترمنځ د لازمې همغږۍ خبره کوي خو هغه څه چې په میرزااولنګ کې وشول د دښمن د ګواښونو د مخنیوي په وړاندې یې افغان پوځیانو ته یو درس بولي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په ډاګه کړه:«موږ له خپل ټول ځواک سره هڅو کوو، هڅه کېږي خو په جګړه کې هرڅه ستاسو په ګټه نه وي.د جګړې په ځینې موردونه بدلون کوي چې له دې څخه باید موږ یو درس واخلو چې د راتلونکو پوځي عملیاتو او د ځینو ځایونو د ساتلو لپاره جدي اقدام وکړو.»

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«له هغې ورځې چې ستونزې رامنځته شوې وې،هلته زموږ قطعې وې، هغوی عملیات ترسره کوي زموږ هوايي قطعې هم په پوځي عملیاتو کې وې.داسې نه وو چې هلته عملیات نه وو.»

د پوځي چارو کارپوهان وايي دا لومړی ځل نه دی چې افغانان د امنیتي مسوولینو د بې پامۍ، ناغېړۍ او ناتوانۍ له امله له دغه راز پېښو سره مخامخ کېږي خو تراوسه داسې بنسټیز کار نه دی شوی چې د دغه راز ګواښونو د مخنیوي لپاره اغېزمن وي.

د سرپل والي وايي په دغې سیمه کې د ترهګرو د ګواښ په اړه یې مرکزي حکومت ته خبر ورکړی وه، خو مثبت ځواب یې ترلاسه نه کړ چې دا ناورین رامنځته شو.

شریک یي کړئ