د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۴ مه) وویل کهچېرې د ولسي جرګې ټاکنې له اوسني ټاکنیز نظام سره ترسره شي، له لس سلنې څخه به کم د خلکو واقعي استازي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.
حکمتیار چې کابل کې د دین عالمانو او د جوماتونو امامانو ته وینا کوله، له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ټاکنو په څېر د یوه ملي بهیر په وړاندې دې بې تفاوته پاتې نه شي.
په کابل کې د منبرونو د توحید په نوم غونډه کې یو شمېر دیني عالمان راټول شوي او په ملي بهیرونو کې د دوی د رول په اړه بحث کوي.
د دین عالم فضل الله نوري په دې اړه وویل:«د صادر شویو فتواګانو واټن د سلو کلونو په اندازه دی، هغه ویناوې چې له دوو جوماتونو کېږي د سلو کلنونو په اندازه دي. ولې موږ نه ده درک کړې چې زموږ د ټولنې اړتیا څه ده؟»
ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې چې دیني عالمان منسجم نه ګڼي د هېواد له اوسنیو ستونزو د خلاصون یوازینۍ لار د دیني علماوو په یووالي کې ګڼي، هغه اوسنی ټاکنیز نظام عادلانه نه بولي.
د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار څرګنده کړه:«د ټاکنو پخوانی نظام او هغه څه چې د انتخاباتو بهیر پرې مخکې ځي ډېر ناعادلانه مردود سیسټم دی.»
د سولې عالي شورا غړي عبدالحکیم مجاهد وویل:«هر څو په خپل نظر روان دی یو له بل سره یووالی نه لري. کهچېرې نن تاسې وحدت ولرئ نظام جوړېږي.»
د حزب اسلامي د مشر په وینا د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو د هېواد له نیمايي زیات وګړي د رایو ورکولو له حقه بې برخې کېږي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«ایا هغه ټاکنې چې په هغه کې د هېواد نیم نفوس د خپل رایې له حقه بې برخې وي ارزشت لري؟»
ښاغلی حکمتیار د خپلو خبره په بله برخه کې په جګړه کې د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.