ننګرهار ولایت کې سیمهييزې سرچینې د دولسو تنو د مړو له موندلو خبر ورکوي.
د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې قومي مشران وایي، دغه دولس کسان د داعش له لوري وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، وژل شوي دولس کسان له څو میاشتو راهسې د داعش په بند کې وو.
که څه هم دغه دولس کسان څو میاشتې مخکې وژل شوي، خو جسدونه یې اوس موندل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د دې کسانو جنازه به نن (دوشنبې د سلواغې۳۰مه) په ننګرهار ولایت کې ترسره شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د داعش ډله په ننګرهار ولایت کې خلک برمته کوي، تېر کال یې هم د پوهنې وزارت ۱۴ ښوونکي په کوټ ولسوالۍ کې برمته کړي وو.
تر کال د ننګرهار ولایت اوسېدونکو څرګنده کړې وه چې په اچین او پچیراګام ولسوالیو کې داعش ډلې یو شمېر کسان برمته کړي، دوی حکومت په بېپرېتوب تورنولو.
خو سیمهييزو چارواکو د هڅو خبره کوله.