د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي د دې خبر په تائید سره وايي چې نن(دوشنبې د کب۲۳مه) د کابل په تایمنیو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې داسې راپورونه شته چې د دې چاودنې موخه د یوه خصوصي شرکت کارکوونکي وو.
چاودنه په داسې حال کې کېږي چې ۵ ورځې مخکې د داعش وسلهوالو د کابل پر سردارمحمد داوود خان روغتون برید وکړ، په دې برید کې ۵۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
پر روغتون برید له ځانه سره بېلابیل سخت غبرګونونه له ځانه سره درلودل او ډېرۍ نیوکې د دې برید نه مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو پر ناغېړۍ شوې دي.