د کندهار امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار د دغه ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پوځي اډې ته څېرمه له چاودېدونکو توکو د ډګ موټر ته چاودنه ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې چاودنه کې یو پولیس وژلی او درې تنه نور ټپيان دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.