د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې د مجلس لخوا رد شوي او بېواکه شوي وزیران یوه ورځ هم نشي کولی چې د سرپرست په توګه پاتې شي.
د ولسي جرګې منشي خبرداری ورکوي چې د سترې محکمې لخوا د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر د ملي شورا په واکونو کې لاسوهنه ده.
عبدالروؤف انعامي څرګندوي:«د اساسي قانون ۹۲ماده تفسیر ته اړتیا لري؟ د ولسي جرګې صلاحیتونه د تفسیر په اساس نه شي بدلېدی. کله چې بېواکه کېږي نو یوه ورځ هم د سرپرستۍ صلاحیت نلري.»
اوس به ولیدل شي چې ستره محکمه به د اساسي قانون دا ماده څه ډول تفسیر کړي؟
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال، عینالدین غوري څرګندوي:«هغه تفسیر چې حکومت یې له سترې محکمې غواړي سیاسي به وي نه حقوقي.»
د اساسي قانون په بنسټ یو وزیر نه شي کولی له دوه میاشتو ډیره موده سرپرست پاتې شي اوس یوه میاشت نور فرصت شته چې په دې اړه پریکړه وشي.
د سیاسي چارو کارپوه، حامد صبوري په دې اړه داسي وايي:«دې کار د حکومت قواوو ترمنځ ستونزې رامنځته کړې دي. دا چې قضایه قویه د اجرایې او مقننې ترمنځ راغلې نو ځکه پرېکړه ځنډول شوې ده.»
کابو یوه میاشت کيږي چې ولسمشر د اساسي قانون ۹۲مه ماده سترې محکمې ته د تفسیر لپاره لېږلې ده؛ خو تر اوسه د دې کار پایله نه ده څرګنده.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل وايي:«حکومت د قضایه قوې خپلواکۍ ته په درناوي سره لا هم په تمه دی چې ستره محکمه د ۹۲ مادې تفسیر شریک کړي، هر تفسیر یې چې وړاندې کړې د قانون احکامو سره د حکومت لپاره د منلو او اعتبار وړ دی.»
د اساسي قانون دوه نویمه ماده او د کارپوهانو نظر:
ولسي جرګه د تولو غړو د شل سلنې په وړاندیز کولی شي، هر وزیر استیضاح کړي. که چیرې ورکول شوي معلومات د قناعت وړ نه وو، جرګه د عدم اعتماد موضوع څیړلی شي. وزیر ته د عدم اعتماد د راېې ورکول باید صریح، مستقیم او د موجه دلایلو په بنسټ وي. دا پریکړه د جرګې د اکثریت رایو په بنسټ کیږي.
په دې اړه مو اندونه