د اریانا نیوز د پخواني کارکوونکي حمید سیغاني مېرمن، فوزیه وحدت د خپل خاوند مړینه تایید کړې ده.
مېرمن وحدت پر فېسبوک لیکلي، چې "حمید یې له لاسه ورکړ. "
د حمید سیغاني مېرمن فوزیه وحدت د اریانا نیوز خبریاله ده.
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون هم مني چې کابل کې پرونۍ چاودنه کې د اریانا نیوز پخواني کارکوونکي حمید سیغاني ژوند بایللی.
د خبریالانو فدارسیون یوه غړي حجتالله مجددي ویلي: "د اریانا نیوز د تخنیک څانګې پخوانی کارکوونکي حمید سیغاني پرون د دشت برچي مهتاب قلعه سیمه کې چاودنه کې ژوند بایللی. "
پرون مازېګر ناوخته د کابل لوېدیځ کې یو مسافر وړونکی ټونس موټر په یوه چاودنه په نښه شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، چادونه ظاهراً په موټر کې د اورلګېدنې له کبله وه.
په دې اړه مو اندونه