د بغلان په پلخمري کې د غوري د سمنټو کارخونې مسوولان وايي، د ډبرو سکرو بیو په ټیټېدو سره له درې میاشتني ځنډ وروسته، د دې کارخونې چارې بېرته پیل شوې.
په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیې د لوړوالي له کبله د دې کارخونې تولید ځنډول شوی و.
د بغلان غوري سمنټو کارخونې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي: «د ملي انکشاف د رهبرۍ او د کانونو او پټرولېم وزارت په همکارۍ موږ د ته ډبرو سکاره په تمامه شوې بیه راکړل شول او اوس موږ ته د کرکر دودکش له کان څخه موږ ته د ډبرو سکاره راوړل کېږي.»
ورته مهال یو شمېر کارکوونکي چې بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي؛ خوښ دي او له سرپرست حکومته د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.
د غوري سمنټو کارخونې کارکوونکی نصرالله وايي: «زموږ کارخونه فعاله ده او کارکوونکی خپل زیار باسي ماموران هم مرسته کوي. څوک چې له خپل هېواد سره مینه لري، باید خدمت وکړي.»
د بغلان غوري سمنټو کارخونې د یوې څانګې امر محمد طاهر وايي: «د بارګیرۍ او پلور کچه مو ښه ده. موږ هره ورځ له لسو نه نیولې تر ۲۳ زرو پورې بارګیرې کړې ده.»
د بغلان غوري سمنټو کارخونې تخنیکي امر عتیق الله وايي: «دا ورکشاپ په بنسټیز ډول جوړېږي، که بېخي له منځه لاړ شي، موږ یې اوومه توکي لرو چې بېرته ورته شی جوړ کړو.»
د دې کارخونې مسوولان وایي، دا مهال پهدې کارخونه کې تر اته سوو ډېر کسان په کار کولو بوخت دي او ورځني تولیدات یې دری سوه ټنو ته رسېږي چې په کور د ننه ترې ګټه اخیستل کېږي.