Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مزارشریف د ښاروالۍ عواید زیات شوي

د مزارشریف ښاروالۍ ریاست مسوولان وایي چې په تېر یو کال کې د دغه ریاست په عوایدو کې د تېر کال پرتله څه باندې ۲۴۰ مېلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د مزارشریف ښاروال وایي چې په تېر یوه کال کې یې د کرایې او د کورونو صفایۍ له لارې څه باندې ۷۵۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې دغه شمېر په تېرو کلونو کې ۵۱۰ مېلیون افغانۍ وو.

د مزارشریف ښاروال نقیب الله طارق زیاتوي:«هغه هدف چې موږ ته راکړل شوی اټکلي ۵۱۲ مېلیونه افغانۍ دی چې الحمدالله زموږ عواید له دې کچې لوړ شوي دي ښاروالۍ خلکو ته همدا خدمت کړی چې له ورکړل شوي هدفه یې کابو ۲۴۰ مېلیونه موږ لوړ یوو.»

د مزارشریف ښاروال همداراز زیاتوي چې تمه ده د را روان کال د مزارشریف ښار په کچه څلورویشت لویو پروژو چارې هم پیل شي.

ښاغلي طارق وویل:«زموږ راتلوونکی پلان کابو ۲۴ پروژې دي چې لویې دي پروسکال ۲۱ پروژې وې خو سږکال ۲۴ پروژې دي.»

بل خوا، د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ فعالیتونه ستایي خو دغه کړنې بسندویه نه بولي.

د مزارشریف اوسېدونکي فیاض کاظمي وویل:«د مزارشریف ښار په منځ کې خلکو ډېر ښه فعالیتونه کړي، لکه څرنګه چې مو ولیدل سړکونه یې کرېړ کړي واټونه یې ډېر ښکلي کړي دي.»

د مزارشریف بل اوسېدونکی عبدالبصیر هم وايي:«د ځينو سیمو سړکونه ډېر خراب دي خام دي پاک کاري دې وشي دا چې ښاروالۍ دې لږ بیرون هم پاملرنه وکړي.»

د مزارشریف ښاروالۍ د چارواکو په وینا، د فساد نه شتون او په وخت د عوایدو راټولول په دغه ولایت کې په تېر یوه کال کې د عوایدو زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د مزارشریف د ښاروالۍ عواید زیات شوي

د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ فعالیتونه ستایي خو دغه کړنې بسندویه نه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه