Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ودانۍ نه شتون؛ څمکنیو کې زده کوونکي په یوه هدیره کې زده کړې کوي

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې زده کوونکي د ښوونځي لپاره د ودانۍ نه شتون له امله په یوه هدیره کې زده کړې کوي.

د دغه ښوونځي زده کوونکي وایي چې، په دغه ولسوالۍ کې څو ښوونځي ودانۍ نه لري او هغوی په خلاصه فضا او د ګڼو چاپیرالي ستونزو سره په زده کړو بوخت دي.

دغه ښوونځی چې د څمکنیو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې پروت دی د اوړي تودو ورځو او اورښت پرمهال رخصت وي.

د ښوونځي زده کوونکي، احمد وویل: «موږ چې دلته زده کړې کوو کله باران او کله هم توپان وي او موږ نشو کولی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړو.»

د ښوونځي یو بل زده کوونکي محمد الله وویل: «کله چې باران شي ښوونکي ځي. زموږ کتابونه او کتابچې لندیږي. په اوړي کې د غرمو لاندې یو او په ژمي کې بیا ځانونو لپاره داسې ځای پیدا کوو چې لمر وي.»

ځینې نور زده کوونکي بیا وایي چې د هدیرې ترڅنګ زده کړو یې پر رواني حالت اغیز کړی دی.

د یادې ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وایي چې، هلته د ۲۷ ولسوالیو له ډلې لس هغه یې ودانۍ نه لري.

د څمکنیو ولسوالۍ د معارف مدیر، عبدالرحمن صدیقي وویل: «داسې ځایونه هم شته چې زده کوونکي پکې ټولې زده کړې نه شي بشپړولی ځکه کله باد وي کله باران. همدا خنډونه دي چې زده کوونکي زده کړو ته نه حاضریږي.»

د څمکنیو ولسوالۍ ولسوال، عزت الله مخلص وویل: «له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې له موږ سره پر وخت مرسته وکړي ترڅو دا ستونزې حل شي.»

د پکتیا ولایت معارف ریاست د مالوماتو پر بنسټ، په دې ولایت کې د ۳۷۰ ښوونځیو له ډلې، ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په آزاده فضا کې زده کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه