Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د دوو ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

یو ټولنیز بنسټ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نجونو او هلکانو لپاره ۶۸ بابه ښوونځي جوړوي.

د دغه بنسټ مسوولین وایي چې له دې کار څخه یې موخه د زده کوونکو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال رامنځته کول دي.

د دغو ښوونځیو د جوړولو بهیر له جوزجان څخه پیل شوی او تمه ده د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د عبدالحکیم قهرمان د لېسې د معیاري ودانۍ نه شتون اړوند د طلوع نیوز د راپور خپرېدو وروسته، اوس یو ټولنیز بنسټ په معیاري توګه د دغه ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړي دي.

د دغه بنسټ مسوولین وایي چې د یاد ښوونځي جوړېدو سره به زرګونه تنه په خوندي چاپېریال کې زده کړې وکړي.

د مرستندویه بنسټ مسوول، محمد قیس ارغندیوال، طلوع نیوز ته و ویل: « په پام کې ده چې په هر ولایت کې دوه دوه ښوونځي جوړ کړو، نن مو په جوزجان ولایت کې شروع کړ، څه باندې ۶۸ ښوونځي کیږي.»

د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین د دغه ښوونځي د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې وایي چې په دغه ولایت کې لا هم ۱۲۰ ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري.

د دوی په خبره، اوس مهال ۴۰زره زده کوونکي د معیاري ودانیو نه شتون له امله په پرانیستې فضا او یا هم کرایي کورونو کې زده کړې کوي.

د جوزجان د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد، و ویل: « څه باندې ۱۲۰ ښوونځي ودانیو ته اړتیا لري، چې باید ودانۍ ورته جوړې شي، ځکه ډېری یې ودانۍ نه لري.»

د جوزجان اوسېدونکي، محبت الله تلاش، هم په دې تړاو و ویل: « د ټولګي پرته بهر درس وایي، د خېمو لاندې درس وایي. دوی(زده کوونکي) د ناروغیو څخه ژغورل کیږي او راتلونکی یې روښانه کیږي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکي، امان الله فقیري، څرګنده کړه: « مخکې دلته ستونزې ډیرې وې، دغه ودانۍ ګورئ، زړه او خرابه شوی وه او زده کوونکو په کې درس نشوه ویلی.»

د جوزجان د پوهنې ریاست مالومات ښیي چې، د روان کال له پیل راهیسې د سوداګرو او مرستندویه بنسټونو په مالي مرستې، په دغه ولایت کې د څلورو ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه