د هېواد د صنایعو او کانونو خونه وايي، د اوومه توکیو نشتوالي او بانکي ستونزو له کبله په هېواد کې د کارخونو نږدې ۵۰ سلنه تولیدي فعالیتونه ځنډېدلي دي.
د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «د بازار نشتوالي پر بنسټ، بانکي محدودیتونو او د برښنا ستونزې د دې لامل شوي چې ۴۰ تر ۵۰ سلنو پورې تولیدي فعالیتونه وځنډېږي.»
ورته مهال د ساختماني توکیو د تولیدخونې یو مسوول وايي، د دې کارخونې د فعالیتونو ځنډېدو له کبله له ۷۰ ډېر کسان بې دندې شوي.
د خال محمد تاجک په نوم د یوې تولیدي کارخونې مسوول زیاتوي: «په وروستیو کې چې کوم تحولات راغلي، زموږ ستونزې د توکیو نشتوالی دی او همداراز په بازار کې د لومړنيو او دویم اوومه توکیو ستونزو تر څنګ د پېر ستونزه هم شته.»
بلپلو په تولیدي کارخونو کې د برښنا نشتوالی هم یوه بله ستونزه ده چې د دې کارخونو چارې یې له ننګونو سره مخامخ کړې دي.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد څه باندې څلور زره تولیدي کارخونې د حکومت ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري؛ څو په دې وتوانېږي چې خپل تولیدات ډېر کړي او د کورنيو تولیداتو په وده کې مهم رول ولوبوي.