Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کارپوهان: بانکي بندیزونه افغانستان کې اقتصادي ستونزې زېږوي

په تېر څه باندې یوه کال کې بانکي بندیزونو په هېواد کې ګڼې اقتصادي ستونزې او ننګونې رامنځته کړې دي.

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې له دغو بندیزونو له نورو ډېر هېوادوال زیانمن شوي دي.
  
بلخوا په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، پر افغانستان لګول شویو بندیزونو د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدر خېل وايي:«سوداګرۍ نه شي کولای چې له داخله بهر ته پیسې ولېږدوي. زموږ پر ټولو بانکونو بندیز دی او پر حکومت هم بندیز دی. په دې هکله باید په ګډه کار وکړو او نوی حکومت هم باید کار وکړي.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت چارواکي وايي، له یوه کال راهیسې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې نه دي کړي.

له بل لوري د اسلامي امارت د ویاند مرستیال پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«نړۍ باید له افغانانو سره چې له ډېرې سختې او زیانمنې جګړې څخه بهر شوي دي، د دې وخت رارسېدلی چې باید له افغانانو سره مرستې وشي چې له اقتصادي ستونزو خلاص شي او وژغورل شي.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب هم څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍوال مالي بنسټونه د مالي بانکي بندیزونو په حل او زموږ له هېواد سره د اقتصادي مرستو د زمینې برابرولو لپاره د بیارغونې له صندوقه مسوولانه ملاتړ وکړي.»

تر دې مخکې نړۍوال بانک راپور ورکړی چې، د افغانستان پر بانکونو لګول شویو بندیزونو د نړۍوالو مرستې هم اغېزمنې کړې او له همدې امله خصوصي شرکتونه او مرستندویه بنسټونه اړ دي چې، پیسې په غیر منظم ډول ولېږدوي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، پر افغانستان لګول شویو بندیزونو د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه