Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صدرخېل: سوداګر د پيسو په اخیستو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس وايي، د  هېواد سوداګر له خپلو بانکي حسابونو د پیسو په را ایستلو کې لا هم له ننګونو سره مخ دي.

دا شورا وایي چې تر اوسه، په بانکونو کې د پیسو د را اېستو په برخه کې د افغانستان بانک اعلامیه نه ده پلې شوې.

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس حاجي عبیدالله صدر خېل وايي:«دغه بانکي مشکلات تراوسه پورې حل شوي نه دي. اګر چې مرکزي بانک (د افغانستان بانک) څو ورځې مخکې اعلان وکړ. چې دا برداشت به زیات کړو چې پخوا کم وو او عین ۵۰ زره افغانیو ته یې رسولی، خو اوس هم چې موږ خبرېږو  خصوصي بانکونه له شل زره افغانیو زیاتې نه ورکوي.»                   

بل خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست هم له د افغانستان بانکه غواړي چې د خپلې وروستۍ پرېکړې پر عملي کېدو څارنه وکړي.
              
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وویل:«بعضې بانکونه نه شي کولای چې د خلکو پولي سپرده‌هاوو یا هغه پیسې چې دوی په بانکونو کې لري جواب ورکړي. د افغانستان بانک وروستۍ پرېکړه موږ ته قابل د قبول ده.»

له بانکونو نه د پیسو د را اېستو په تړاو د افغانستان بانک له اعلامیه نه د څه باندې یوې اوونۍ په تېرېدو سره، تر اوسه دغه اعلامیه نه ده عملي شوې. له دې امله د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پر د افغانستان بانک نیوکه کوي.
                 
د کابل اوسېدونکی امیر حمزه وايي:«نن موږ له بانکه پیسې واخیستې موږ ته یې د تېر په څېر ۲۰ زره افغانۍ راکړئ.»
                 
د کابل اوسېدونکي جمال ناصر هم وویل:«زموږ غوښتنه دا ده کله چې څه اعلان وي، شخصي بانکونو ته دې هم اعلان کړي. هغه ډول چې وايي هغوی یې تطبیق کړي.»
             
د کابل اوسېدونکی سردار ولي څرګندوي:«موږ په یوې هیلې په بانک کې خپلې پیسې ایښې دي. هر وخت چې اړتیا ولرو خپلې پیسې واخلو.»   

که څه هم د افغانستان بانک ویاند په دې تړاو زموږ د پوښتنې ځواب ویلو ته حاضر نه شو، خو د دغه بانک ویاند له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، هڅه کوي چې د نړۍ له بانکونو سره د افغانستان بانکي اړیکې ښې کړي.

د دغه بانک ویاند زیاتوي، چې په بانکي برخه کې به د هېوادولو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کېدو زمینه برابره کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:«درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو. چې موږ به دا سکټور په داسې ډول مدیریت کړو چې تر بل هر وخت به د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو جوګه وي.»

اوس‌مهال سوداګر د بانکي محدودیتونو له امله پلورونکو شرکتونو ته د بانک له لارې بهر ته پیسې نه شي لېږلای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه