Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د لومړنۍ الوتکې را رسېدل

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته په لومړي ځل په یوې کارګو الوتکه کې د سوداګریزو توکو یوه جوپه له عربي متحده اماراتو څخه د مزارشریف ښار د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر ته راورسېده.

د دغه هوايي ډګر مسوولان وايي، په دې الوتنه کې د افغان سوداګرو ۱۶ ټنه توکي چې ډېری یې برېښنايي وسایل دي، مزارشریف ښار ته لېږدول شوي دي.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر د ګمرک رییس عبدالله مطمین په دې هکله وايي:«دا لومړی ځل دی چې له دوبۍ د مزارشریف هوايي ډګر ته توکي راغلي او ان‌شاالله هیله ده چې د نورو سوداګرو توکي هم د دغه هوايي ډګر له لارې راشي او دغه توکي چې نن راغلي ۱۶ ټنه دي.»

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمېر سوداګر د هوایي دهلیز بیا فعالېدل، د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې ګټور ګڼي او د دې بهیر د دوام غوښتنه کوي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وویل:«د ګارګو په واسطه لېږد رالېږد د سوداګرو د توکو په ځانګړې توګه د جلغوزې او انجې د صادراتو او د قیمتي توکو د وارداتو لپاره ډېر ګټور و. درې کاله کېږي چې دغه بهیر درېدلی و، او دا چې بېرته پېل شوی پر وخت د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ګټور پرېوځي.»

سوداګر خیرالدین مایل هم څرګندوي:«موږ هیله من یو، هوايي دهلیزونه د تل لپاره وکړای شي چې زموږ د مهمو صادراتي او وارداتي توکو په برخه کې فعالیت ولري او همدارنګه زموږ سوداګر او صادرونکي وکړای شي له دغو هوايي الوتکو استفاده وکړي څو وکړای شو لېرې پرتو هېوادونو ته خپل صادراتي توکي ورسوو او په بازارونو کې یې زموږ توکي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل په هېواد کې له سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه