اروپايي ټولنه او د اغاخان بنسټ د افغانستان - تاجیکستان د سرحدي اقتصادي همکاریو لپاره څه باندې ۱۶ ملیونه ډالره لګوي.
د اروپايې ټولنې مسوولان وايي، پر دغو پیسو به یو پل او د سرحد په دوو غاړو کې څو بازارونه جوړ کړي. د دغه پروګرام له مخې به د افغانستان تخار او د تاجکستان خطان ولایتونو ترمنځ یو فرعي سرک قیریزي شي چې د سیمهییزو تشبثاتو د ودې لپاره به ښه زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د آغاخان بنسټ مرستیال، نجمالدین نجم وايي:«له دې پیسو به د یوه پله او یو شمېر نورو پروژو په لګښت کې چې د افغانستان تاجکستان سیمهييزو سوداګریو ودې لپاره ګټور وي کار واخیستل شي.»
اخوا د اقتصاد وزارت وايي، دغه کار د کلیوالو په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.
د اقتصاد وزیر، مصصطفی مستور زیاتوي، دا پروګرام د سیمه ییزو اقتصادي ودې لپاره دی چې له مخې به يې په دواړو هیوادونو کې د بې وزلۍ کچې د را ټيټوالي ترڅنګ، د بدخشان او تخار په سرحدي سیمو کې وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دی وړاندې وايي:«تېرو اوولسو کلونو کې د کورنیو تولیداتو ودې لپاره کوم کار نه دی شوی او له همدې امله موږ تر اوسه اړ یوو، هغه کالي چې په کور د ننه تولید کېږي، له بهر څخه واردوو. یعنې موږ ۹۱ سلنه خپل د کاروونې توکي له بهر څخه راوړوو.»
په همدې حال کې د تاجکستان د لیږد رالیږد برخې رئیس، مراد علي ماموشووف څرګندوي:«که دا پل مخکې له دې جوړ شوی وی، اوس افغانسان او تاجکستان دواړو خواو کې ستونزې نه وې.»
اوس مهال د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د امو پر سیند ۵ پلونه جوړ شوي دي چې د مسوولینو پر وینا د اغا خان بنسټ په مرسته به د دواړو هیوادونو سرحدي سیمو اوسیدونکو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.
دوی وايي، د شپږم پل په جوړیدو سره به د بدخشان او تخار ولایت لرو کلیو کې د خلکو اقتصاد وده وکړي.