Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محدویتونو له لګېدو سره د هوټلوالۍ صنعت له ځوړ سره مخ شوی

هېواد کې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د بندیزونو له لګېدو سره د هوټلوالۍ صنعت له جدي ځوړ سره مخ شوی دی.

د هوټل لرونکو او د ودونو د سالونونو ټولنې ځینې غړي وايي چې د ورځې په سلګونه زره افغانۍ له لاسه ورکوي خو د حکومت لګښتونه لاهم پر هغوی شته.

د هوټل لرونکو او د ودونو د سالونونو د ټولنې د معلوماتو پربنسټ دم ګړۍ په پلازمېنه او د هېواد په ځينو ښارونو کې څه باندې ۱۵۰ د ودونو سالونونه او په سلګونه هوټل تړل شوي دي.

د دغې ټولنې چارواکي وايي چې په پلازمېنه کابل کې ودونو هر سالون د ورځې تر ۲۰۰ زره افغانیو عواید له لاسه ورکوي.

هغوی وايي چې د اوسنیو او راتلوونکو ستونزو سربېره مکلف دي چې حکومت ته څلور ډوله مالیه ورکوي.

د هوټل لرونکو او د ودونو د سالونونو د ټولنې مرستیال مولا محمد پيمان وايي:«د کورونا ویروس له خپرېدو سره زموږ ټول هوټلونه او سالونونه تړل شوي او حکومت باید له موږ سره همکاري وي زموږ ستونزې په پام کې ونیسي او له موږ سره همکاري وکړي.»

بلخوا د دغو هوټلونو او سالونونو د کار له درېدو سره د دغو هوټلونو او سالونونو په سلګونه کارکوونکي بې کار شوي دي.

د ستاره شهر ودونو سالون کارکوونکی رامس احمد نوري وویل:«ننګونې ډېرې دي ډېری خلک بېکاره شوي دي.»
 
ورته مهال په پلازمېنه کې د کوچنیو هوټلو څېښتن وايي چې د بندیزونو له پای ته رسېدو وروسته، د کار د دوام وس به ونه لري.

په پلازمېنه کې د تمیم هوټل څېښتن صمیم وايي:«موږ په توان کې یوو کرایې پر موږ توان دی نه پوهېږو چې د بندیزونو له رفع کېدو وروسته خپل کارونه څه ډول له سره پیل کړو.»

د کورونا ویروس د خپرېدو د ستونزې ترڅنګ، د هېواد پر سیاسي وضعیت بې باوري د خصوصي برخې او سوداګرو نورې اندېښنې دي.

د هوټل لرونکو او د ودونو د سالونونو ټولنې چارواکي وايي چې په پلازمېنه کابل کې ودونو هر سالون د ورځې تر ۲۰۰ زره افغانیو عواید له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ