Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګمري تعرفو په برېښنايي کېدو کې د ۷۷ مېلیونو ډالرو تالاترغۍ کېدل

د سیګر یا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بیاروغونې دفتر یو رپوټ ښيي چې د هېواد د ګمرکي تعرفو د برېښنايي کېدو په پروګرام کې څه باندې ۷۷ مېلیونه ډالره تالاترغۍ شوي دي.

د دغه رپوت پربنسټ، ټاکل شوې وه چې د روان زیږدیز کال تر پایه د هېواد په ګمرکونو کې د برېښنايي تجهیزاتو په لګولو سره ۷۵ سنله ګمرکي تعرفي به برېښنايي توګه ورکړل شي.

خو رپوټ لیکي چې د دغه پروګرام د عملي کېدو سربطره، د ۲۰۱۶ کال تر پایه چې د دغه پروګرام موخه وه له یو سلنې څخه کمې تعرفې په برېښنايي توګه ورکړل شوې دي.

د مالیې وزارت د دغو ادعاوو په ردولو سره وايي چې له دوه کلونو راهیسې د هېواد په ۹۵ سنله ګمرکونو کې تعرفې په برېښنايي توګه عملي شوي دي.

د مالیې وازرت د ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردک په دې اړه وویل:«موږ هر کال اصلاحي پروګرامونه لرو او هر کال مو هغه تطبیق کړي هم دي.»

هغه زیاته کړه:«کابو دوه کاله وړاندې برېښنايي ورکړې پیل کړي، البته د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې تخنیکي همکارۍ وه او په دې اړه یې له موږ سره همکاري کړې ده. دا اندازه پیسې چې دوی وايي موږ له هغه څخه په جریان کې نه وو.»

د سیګر رپوټ لیکي له دې سره چې د ملي بودیجې ډېره برخه له نړیوالو مرستو څخه تمویلېږي؛ خو د ګمرکونو عوایدو ونډه د ملي بودیجې تمویل ډاګیز دی له همدې امله حکومت باید د دغه عوایدو د روڼتیا لپاره کار وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت څرګنده کړه:«دا ټاکل شوې موخه د خصوصي سکټور له نظره یو ډېره لوړه هغه ده او د هغه پلي کول په لسو کلونو کې شونې نه ده. یوه ستونزه چې شتون لري کله چې مرسته کوونکي خپلې موخې ټاکې له خصوصي سکټور سره مشوره نه کوي.»

کارپوهان هم د داشان پروګرامونو له پروژه‎يي والي څخه خبرې کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه حسیب الله موحد څرګنده کړه:«په بنسټیزه توګه په افغانستان کې چې ډېری سیستمونه رامنځته کېږي پروژه‎يي دي. له دې څخه پرته چې له وضعیته یوه دقیقه مطالعه وشي، له دې پرته چې ولیدل شي څه امکانات او اسانتیاوې  او څه ننګونې شته. له همدې امله کله چې پروژې عملي کېږي وینو چې پایلې یې ډېرې ټیټې دي.»

د ګمرکونو د عوایدو د راغونډولو پروګرام څلورکاله وړاندې د سوداګرۍ او عوایدو پروګرام په چوکاټ کې طرحه شو او د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالۍ پراختیايي پروژې له خوا تمیل شوې ده.

د دغه پروګرام موخه د ګمرکي عوایدو د تالاترغۍ مخنیوی، د ګمرکي خدمتونو ښه‎والی، او د هېواد د ګمرکونو د عوایدونو په راغونډولو کې د اصلاحاتو رامنځته کول ویلي شوي وو.

شریک یي کړئ