وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
سوداګریز

هرات کې د زعفرانو ګل پنځم فېسټیوال جوړ شو

د زعفرانو د ګل پنځم ملي فېسټیوال نن (یکشنبې د لړم په ۲۶مه) په هرات ولایت کې جوړ شو.

په دغه دوه ورځني فېسټیوال کې د افغانستان د زعفرانو حاصلات او زعفراني خواړه، په ۴۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هرات د کرنې ریاست وايي چې تمه ده سږکال د زعفرانو حاصلات تر ۱۸ ټنو زیاتوالی ومومي - له تېر کال څخه دوه ټنه زیات.

سږ کال په کورنیو بازارونو کې د یوې کیلو زعفرانو بیه شپيته زره افغانۍ ده، د زعفرانو کاروباریان د سږکال بیه د رضایت وړ بولي خو د کرنې او اوبو لګولو وزیر د بې کیفیته زعفرانو په مخنیوي کې د خصوصي برخې پر نه همکارۍ نیوکه کوي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی په دې اړه وايي:«مارکېټ فوق‎العاده دی، خو دا چې بیه ټیټه شوې د خصوصي برخې د نه همکارۍ له امله دی؛ دا خبره زه په ډاګه کوم.»

دم ګړۍ د هر کیلو زعفرانو بیه تر ۶۰ زره افغانیو ده. د افغانستان زعفران، اوس هند، چین، ترکیې او عربي اماراتو هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې رییس بشیر احمد رشیدي په دې اړه وايي چې د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران تېر کال بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

ښاغلی رشیدي زیاتوي:«زموږ د تېر کال صادرات څه باندې ۹۰ سلنه بهر ته صادر شول او سږ کال هیله لرو چې دا سلنه زیاتوالی ومومي.» 

د زعفرانو د دوه ټني زیاتوالي، د هرات د بزګرو خوښي زیاته کړې ده.

هرات کې د زعفرانو یو بزګر عبدالخالق خدای داد وویل:«وضعیت ډېر ښه دی. د سږکال تولید ډېر ښه وو؛ ځکه چې کال په کال تجربه زیاتېږي او کولای شو چې لا معیاري زعفران تولید کړو.»

یوه بله زعفران کاره شفیقه هم وايي:«زموږ تولید زیات دی... له څو ولایتونو ما په خپله د زعفرانو ګلان پېرلي دي؛ موږ د ورځې زرکیلو ګل پر ښځو وېشو څو هغوی دا ګلان پروسس کړي.»

شریک یي کړئ