Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ځمکې‎لاندې اوبو کمښت په اړه اندېښنې

د اوبو او برېښنا وزارت خبر داری ورکوي چې که د کابل ځمکې لاندې د اوبو ستونزو ته پاملرنه ونشي تر راتلونکو څو کلونو پورې به دغه ښار د اوبو له کموالي سره مخ شي. د دغه وزارت چارواکي ګواښ کوي چې د اوبو کار اخیستو کې اصراف او د اوبو ککړیدل د اندیښنې وړ دي. 

د اوبو او برېښنا وزارت د هایدروجیولوژۍ رئیس، محمد‎نعیم توخي وویل:«ستونزې زیاتې دي او باید په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو زیاتوالي په موخه اقدام وشي که نه نو په کابل کې به ستونزې وي.»

په همدې حال کې د اوبو او برېښنا وزیر وايي چې د ځمکې لاندې اوبو د ستونزو د اوارۍ لپاره په لنډمهال کې د ځمکې لاندې اوبو د مثنعوي تذغېې پر وګرام د امریکا د پراختیايي ادارې او آسیا پراختیايي بانک په ملاتړ عملي کوي.
 
د اوبو او برېښنا وزیر، علی احمد عثماني څرګندوي:«موږ په پلازمېنه کې د اوبو زیاتوالي او تغذیې پروګرام په پام کې لرو، تاسو پوهېږئ چې په تېرو کلونو کې د کابل وګړي کم وو او د ځمکې لاندې اوبو لګښت هم کم وه، خو او اوس د وګړو زیاتوالي سره لګښت هم زیات شوی دی او د ځمکې لاندې سرچینو ته اوبه کمې رسېږي.»

اخوا د اسیا پراختیايي بانک وايي د دې ستونزې د اواریدو په موخه د اوبو او برېښنا وزارت پروژې تمویلوي.

د آسیا پراختیايي بانک د کابل څانګې رئیس، تام پنیلا وايي:«دا ډېره مهمه ده چې موږ د خپلو پراخو مرستو په چوکاټ کې  په دې پروژه کې همکاري کوو، او موږ هڅه کوو د نورو پروژو ترڅنګ د ځمکې لاندې د اوبو او یوشمیر نورو برخو کې همکاري وکړو.»

 د اوبو او  برېښنا وزارت چارواکي وايي د ځمکې لاندې اوبو  د مثنعوي تغذيې د پروژې په چوکاټ کې هڅه کیږي ژورې څاګانې وکیندل شي او دا څا ګانې له د وخت په تیریدو له سطحي اوبو ډکې شي او هغه د ځمکې په بیلابیلو برخو کې تغذیه شي.
 
په همدې حال کې د اوبو او برېښنا وزیر وايي چې د ځمکې لاندې اوبو د ستونزو د اوارۍ لپاره په لنډمهال کې د ځمکې لاندې اوبو د مثنعوي تذغېې پر وګرام د امریکا د پراختیايي ادارې او آسیا پراختیايي بانک په ملاتړ عملي کوي

شریک یي کړئ