Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډيابټ سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ د شکرې ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه شوې

له ډيابټ یا د شکرې له ناروغۍ سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې کچه درې سلنه زیاته شوې ده. 

ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وایي چې په دې وروستیو کې د شکرې ناروغان زیات شوي دي. د دوی په وینا، که روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیول شي، پر دغې ناروغۍ به د خلکو د اخته کېدو مخنیوی وشي.

ډاکټر  محمد اېمل منیر طلوع‌نیوز ته وايي:«له بده مرغه د شکرې ناروغۍ له تېرو کلونو څخه زیاتوالی مندلی، د دغې ناروغۍ ۳۰ تر ۴۰ سلنې ناروغانو زیاتوالی موندلی او د ورځې کابو ۸۰ تر ۹۰ ناروغان مراجعه کوي.» 

بل ډاکټر سیدعبدالله احمدي هم څرګندوي:«خلکو ته زما سپارښتنه دا ده چې په خپل ورځني ژوند کې، د سپورټ د خپل ژوند د طریقې د بدلون او د سالمو خوړو د استفادې لپاره یو منظم مهال‌وېش جوړ کړي.»
 
اویا کلن مقبول سلطان چې له کلونو راهیسې د ډيابت یا شکرې پر ناروغۍ اخته دی، د درملنې لپاره د شکرې ناروغۍ د درملنې یوه مرکز ته راغلی دی.
د نوموړي په وینا، له لسو کلونو راهیسې پر شکرې ناروغۍ اخته دی.

هغه طلوع‌نیوز ته وايي:«مخکې مې ناروغي نه‌لرله، ۱۳ کاله کېږي چې زموږ کډه دلته کابل ته راغلې او د شکرې ناروغي مې پيدا کړې ده. د زړه ناروغي هم لرم.»

بل ناروغ خان محمد هم څرګندوي:«خوله مې ډېره وچېدله او تشناب ته ډېر تللم، بیا مې خواښینې مې چې ډاکټره ده، وویل چې یوځل د شکر د کنټرول مرکز ته ولاړ شه.»
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د لوړ عاید لرونکو هېوادونو پرتله، په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ خپرېدل په چټکۍ سره زیات شوي او د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د شکرې ناروغۍ له امله د مړینو کچه درې سلنه زیاته شوې ده.
 
ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وایي چې په دې وروستیو کې د شکرې ناروغان زیات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه