Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان مشرانو غوښتنه: له کرونا سره د مبارزې لپاره یو موټی شئ

د یوه ملت په ژوند کې، داسې شېبې شته چې د هغوی د مشرانو د راتلوونکي میراث برخلیک ټاکونکي دي چې څه ډول له هغې د دغه ملت په تاریخ کې یادونه وشي.

دغه شېبې د افغاانستان د ملت په ګډون د ډېریو ملتونو لپاره اړین دي.

د کرونا ویروس په نه بار کېدونکې چټکتیا سره د خپرېدا په حال کې دی. د دغه ویروس د لومړنیو پېښو له خپرېدو وروسته، د ۶۷ ورځو په لړ کې دغه ویروس ۱۰۰ زره تنه ککړ کړل، ۱۱ ورځې وخت یې ونیو چې دغه شمېر تر ۲۰۰ زره پورې ورسېږي او په څلورو ورځو کې دا شمېر بیا ۳۰۰زرو ته ورسېد او اوس نیم مېلیون ته رسېدلی دی. او چاودېدونکی پرمختګ به دوام وکړي.

حتا شتمن هېوادونه له کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دي. روغتونونه نه شي کولای چې له دغه وضعیت له وسې ووځي.

روغتیايي کارکوونکي تر وروستي بریده ستومانه شوي دي؛ هغوی د ازموینې توکي، محافظتي جامې او د تنفس کمې دستګاوې لري.

په ایټالیا کې کابو ۹۰۰ تنه په یوه ورځ کې مړه شول. پوځي موټرو مړي لېږدل ځکه چې هېڅ داسې لار نه وه چې د هغوی د خښولو لپاره مناسب مراسم ونیول شوي.

د هېوادونو اقتصاد د ډیوالۍ په حال کې دی. په زرګونه ډوله سوداګرۍ په ټپه درېدلې دي او بې کاري په بې مخینې توګه زیاته شې ده. هېوادونه هڅه کوي چې له خپل ملاتړ سره د تولیداتو بهیر او د اړینو خدمتونو د ژوندي ساتلو لپاره د کرونا ویروس له امله اغېزمنتیا مدیریت کړي. موږ نه پوهېږو چې تر پایه به څومره لګښت ولري. موږ یوازې پوهېږو چې دا یو نړیوال شاتګ دی چې مډرنې نړۍ هېڅ کله هغه نه دی لیدلی.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي د وینا پر بنسټ، بشر له ګواښ سره مخ دی. زه په خپل کور کې له اسلو بهر په قرنطین کې یم.

په بنسټیزه توګه ټوله نړۍ تړلې ده. هېڅ ځای نشته چې سړی هلته ولاړ شي او له چا سره وویني. حتا له خپلو لوروڼو او لمسیانو سره لیدل ګواښوونکي وي.

زه په اوونۍ کې یوځل خوراکي توکي پلورم؛ هغه هم سهار وختي چې د نورو خلکو د ککړتیا مخنیوی وکړم. که چېرې زه څوک ووینم، باید دوه مټره واټن مراعت کړم. دا جنګي شرایط دي، موږ نامريي دښمن لرو، ښايي بدن مې نیولی وي.

ما په دقیقه توګه لس کاله مخکې افغانستا پرېښود. په دغو لسو کلونو کې، هره ورځ دوه ځله د افغانستان خبرونه ترلاسه کوم؛ ټول هغه لولم. افغانستان زما د بدن د یوې برخې په څېر دی او داسې خلک لري چې ما ته یې ډېر څه راکړي دي، له هغه ځایه مې ډېر څه زده کړي دي او زه د تل لپاره له هغوی منندوی یم. خو ځینې خبرونه ما په ژوره توګه اندېښمن وي. پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی. په ډاډ سره د اخته کسانو شمېر له هغه څخه ډېر دی چې رپوټ ورکول کېږي - د نورو هېوادونو په څېر.

افغانستان، له کلونو جګړې وروسته، پراخته بې وزلي او کمزوری روغتیايي سیسټم، په بشپړه توګه مجهز نه دی چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

زما په هېواد کې او په ځينو نورو اروپايي هېوادونو کې، سیاستوالو خپل تفاوتونه څنډې ته کړي دي. موږ هېڅکله له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا ډول سیاسي اجماع د پراختیا شاهد نه وو.

اوس د دې وخت دی چې په متحده او ځواکمنه توګه ځواب ورکړو او له هغې وروسته به خلک پر حکومت او سیاستوالانو اعتماد وکړي، او اوس په حکومت کې اعتماد اړین دی چې موږ وکړای شو چې د واحد خلکو په توګه عمل وکړو.

ځان ته مې تکرارم: دا هغه شېبه ده چې د سیاستوالانو ځای په تاریخ کې تعریف وي. او د دې وخت دی چې ټول خپل راتلوونکی جوړ کړي. او دا باید د هر بل هېواد په پرتله افغانستان کې ډېر عملي شي.

شونې ده چې افغانستان له ناورین سره مخ شي؛ هغه هم د جګړې سربېره چې خلک یې ستومانه کړي دي.

یوه ځواب ته بیړنۍ اړتیا ده چې سیاستوالان یو ځای د ګډ دښمن په وړاندې ودرېږي.

دوه اصلي سیاسي سیالان ولسمشر غني او عبدالله عبدالله - اړ دي چې بنسټيزې ټاکنې ولري: ایا غواړي چې د هغو سیاستوالانو په توګه یاد شي چې خپل غرور یې غوره وباله هغه هم هغه مهال چې ملت د یوه ناورین په درشل کې وي؟ او یا هغوی غوره ګڼي چې د هغو حکومتي کسانو په توګه یاد شي چې د خپلو خلکو د راحتي پر ځای یې خپل ضد ته لومړیتوب ورکړ؟ ایا هغوی به وتوانېږي چې د خپلو خلکو اړتیاو ته ځواب ووايي او د یوه ټول ګډونه حکومت په هکله هوکړه وکړي؟

ایا خپرېدونکې ناروغي، ټوله انرژي او ذکاوت غواړي. د انسانانو دغه انسجام او اقتصادي سرچینې وغواړي. ازرښت لرونکی وخت مه ضایع کوئ.

زما غوښتنه د کابل د نخبه سیاستوالانو هغې خوا ته ده. افغانستان د یوې وژونکې جګړې په منځ کې، له یو وژونکي ویروس سره هم مخامخ دی. خو هلته اوس یوه موکه شتون لري چې جګړه پای ته ورسېږي. لومړنی ګام باید دا وي چې تاوتریخوای ودرول شي، او له کرونا سره پر مبارزې دې تمرکز وشي. دا کېدای شي د طالبانو، حکومت او د نړیوالو ځواکونو له یو اړخیزې او څرګندې ژمنې سره ترسره شي - ښايي د درېیم لوري له همکارۍ سره دا کېدای شي په مرکچي پلاوي او د مذاکرې په چوکاټ کې د سیاسي اختلافونو له حل مخکې ترسره شي. خو له هغې وروسته په کابل کې د سیاسي سیالانو ترمنځ باید هوکړه رامنځته شي چې واقعي خبرې اترې پيل شي.

د کووېډ نولس خپرېدونکې ناروغۍ مدیریت او د سولې بهیر، یو خارق العاده ننګونه ده. خو بل غوراوی تر وروستي بریده ناوړه دی او دا د منلو وړ نه ده.

نه شي کېدای چې د افغانستان خلک په خپل حال پرېښودل شي چې هم مهاله له خپرېدونکې ناروغۍ او جګړې وګړېږي.

که چېرې د افغانستان ټول خلک له کرونا ویروس سره په جګړه کې شامل نه شي، نور د کرونا ویروس به ګټوونکی شي.

په بل عبارت: که چېرې جګړه پای ته ونه رسول شي، د ویروس خپرېدا به هم ونه درول شي.

افغانستان کولای شي ځلانده راتلوونکی ولري. دا بې بېلګې هېواد په کړکېچ وضعیت کې دی. لطفاً په کابل کې سیاسي اختلافونه پای ته ورسوئ. د یووالی وخت رارسېدلی.

شریک یي کړئ