Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په زرګونه معترضان د پاکستان لومړي وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کړې

د پاکستان د حکومت ضد په زرګونه لاریونوال، د پنجشنبې په شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ښار ته ورسېدل څو د حکومت په وړاندې خپل اعتراض وکړي.

دغه لاریونوال، د عمران خان حکومت د خپلو ژمنو په عملي کېدو کې په ناکامۍ تورن وي.

اعتراض کوونکي همدارنګه ادعا لري چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ټاکنو کې درغلي کړې او باید له خپل مقام څخه استعفا وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پلوی او یو لاریون وال ارشاد محمود وویل:«خلکو ته ویل شوي وو چې یو نوی پاکستان به جوړ شي. خو یو نیم کال وروسته، حکومت نه دی توانېدلی چې دغه ژمنه عملي کړي. له همدې امله له ټولو مخالفو ګوندونو غواړو چې دغه حکومت د خپل حکومت د ناکامنیو له امله استعفا وکړي. خلک له خپل قانوني حق څخه کار اخلي او او د لاریون لپاره دلته راغلي دي.»

په دې لړ کې د رسنیو د چارو تنظیم بنسټ چې د پاکستان یوه دولتي اداره ده، د حکومت د دغو مخالفانو د اعتراضونو خپرول ناقانونه کړنه اعلان کړې ده او همدارنګه د پاکستان حکومت هم د دغو لاریونونو پر خلاف لاس پورې کړی دی.

په عمران خان پورې تړلي د پاکستان تحریک انصاف، د ټوېټر په خپله رسمي پاڼه له دغو لاریونونو سره د خلکو د ځینو مخالفت په اړه خبره کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د لاریون کوونکو لخوا په ټاکنو کې په درغلۍ او همدارنګه د پاکستان د ملي پوځ پر ملاتړ تورن شوی، دا تورونه ردوي او وايي چې له خپل مقام څخه به لیرې نه شي.

د پاکستان حکومت، وايي چې د دغه هېواد د وګړو د اعتراض حق ته دروناوی کوي؛ خو د لاریون والو د بې نظمۍ او بلوا په وړاندې یې ګواښ کړی دی.

شریک یي کړئ