د پاسپورټ ریاست وايي چې سبا د هېواد په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيلېږي.
د پاسپورټ ریاست عمومي رییس علم ګل حقاني وايي چې دغه بهیر په هرات، کندهار، کندوز، بلخ، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې دغه بهیر بیا پیلېږي.
د پاسپورټ د ریاست په وینا، له یوې میاشتې په کمه موده کې څه باندې ۱۰۰ زره پاسپورټونه هېوادوالو ته ورکړل شوي دي او ۵۰۰ مېلیونه عواید د دولت زېرمې ته راغلي دي.
ښاغلي حقاني په دې هکله وايي:«موږ په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ مدیریتونو ته لارښوونه کوو چې سر له سبا د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل کړي.»
د پاسپورټ رییس وايي، دمګړۍ په ورځ کې د پاسپورټ ۳ زره هغو غوښتونکو ته چې پخوا یې په انلاین ډول نوم لیکنه کړې او همداراز شاوخوا سلو ناروغانو ته پاسپورټونه ورکوي.
هغه زیاته کړه:«تراوسه څه باندې یو لک پاسپورټونه وېشل شوي دي.»
خو لاهم هېوادوال هره ورځ د پاسپورټ ریاست د دروازې تر شا راځي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.
په دې ځای کې دېری دغه کسان چې د پاسپورت اخیستنې لپاره شپې هم کړې وايي، غواړي پاسپورت واخلي او خپل ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږدوي.
د پاسپورټ یو له غوښتوونکو محمد ابراهیم په دې هکله زیاتوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې مریض لرونکو ته د لومړیتوب حق ورکړي او نظم مراعت کړي.»
د پاسپورټ ریاست د مسوولینو په وینا، دمګړۍ په دې ریاست کې ۹۰۰ زره پاسپورټونه شته او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې شاوخوا ۴ نیم مېلیونه نور پاسپورټونه هم چاپ شي.