Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت دوه چورلکې بېرته رغولې

په وروستیو تحولاتو کې د ځینو څرخکو د زیانمېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، اوس د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د قومندانۍ مسوولین وايي، له پرلپسې هڅو سره سره دوه چورلکې یې بېرته رغولي دي.

د هوايي ځواک قومندان ډګروال محمد صادق وايي:«زموږ د تخنیکي ټول پرسونل افغانان دي، موږ د هغوی له زحمت سره دوه باله چورلکې چې یوه یې ان ای ان ۳۲ ده او ټرانسپورټي چورلکه ده چې فعالې شوې دي.»

له دې سره سم، د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، د دغو چورلکو په فعالېدو یې چارې لاپسې اسانې شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، دم ګړۍ د هوايي ځواکونو په څانګه کې ۵۰ چورلکې فعالې دي.

د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي څرګندوي:«د مسلکي کادرونو، کورنیو انجینرانو په استفادې موږ نن څه باندې ۵۰ باله الوتکې په خپل واک کې لرو.»

په ورته وخت کې د نظامي چارو ځينې شنونکي د یوه حکومت او نظام لپاره د مجهز هوايي ځواک لرل ډېر مهم ګڼي.

د پوځي چارو شنوونکی حکمت الله حکمت وايي:«هوايي ځواک او مډرن تخنیک په حقیقت کې په سیمه په ځانګړې توګه له ګاونډویو سره د ځواکونو توازن ساتي.»

د راپورونو پر بنسټ، د هېواد له ۱۶۴ فعالو چورلکو څه باندې ۶۰ یې په وروستیو تحولاتو کې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

کابل څو وارې له تاجیکستان او ازبېکستانه وغوښتل چې، وروړل شوې چورلکې بېرته وروسپاري؛ خو لا تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه