د ملګروملتونو د باور لیک د ورکړې کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته ونه سپارله.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي چې، د دغې پرېکړې پر بنسټ به په دغه سازمان کې د افغانستان، میانمار او لېبیا هېوادونو برحال استازي خپل کار ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې هلکه وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د باور ورکړې کمېتې بیا هم د طالبانو د استازي د باورلیک د منلو په هکله پرېکړه ونه کړه او په ټول کې د میانیمار، افغانستان او لېبیا هېوادونو د استازو د باور لیکونو په هکله خپله پرېکړه وځنډوله.»
ښاغلی فایق زیاتوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه پرېکړه په راتلوونکو نهو میاشتو کې د تجدید وړ به وي.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر زیاتوي، اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ټول شرطونه پوره کړي او دا څوکۍ باید سرپرست حکومت ته ورکړل شي.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل:«اسلامي امارت باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان اوسني نظام ته ورکړل شي.»
بل خوا یو شمېر پخواني ډیپلوماټان او د سیاسي چارو شنونکي په دې تړاو بل نظر لري.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج څرګنده کړه:«استازی هلته کولای شي چې د هېواد له ګټو دفاع وکړي، له نړۍ سره اړیکې ولري او د پرېکړو په رد یا تایید کې ونډه ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«که چېرې افغانستان غواړي چې په ملګرو ملتونو سازمان کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي باید ځان له نورو اسلامي هېوادونو سره عیار کړي. چې معنا یې دا ده چې باید د نجونو ښوونځي پرانیزي.»
تر دې مخکې قطر کې د اسلامی امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د سفیر په توګه وړاندیز شوی و، خو ملګرو ملتونو نه و منلی.
دا په داسې مهال ده، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ رسمي استازی نه لري.
په دې اړه مو اندونه