Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موبي ګروپ د اوو کارکوونکو اتم تلین

نن د مرغومې ۳۰مه په کابل کې د موبي ګروپ د کارکوونکو له اتم تلین سره برابره ده.

اته کال مخکې په دغې ورځ په کابل کې د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد پر موټر په یوې چاودنه کې، اوه تنو ژوند بایلود او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د موبي ګروپ یو کارکوونکی علي جان رسولي چې اته کاله مخکې په دغې چاودنه کې ټپي شوی و وايي:«مخ مې سوځېدلی و، دا چې د موټر په منځ کې وم او د موټر د دروازې ترڅنګ وم. په دغې چاودنه کې مې لاس هم سوځېدلی و. اوس مې هم په مخ کې چره ده کابو لس تر دولسو چرې مې په مخ کې پاتې دي.» 

په پلازمېنه کې د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد پر موټر چاودنه کې، محمد حواد حسیني، زینب میرزايي، مهري عزیزي، مریم ابراهیمي، محمد حسین، محمد علي محمدي او حسین امیري ژوند بایلود. 

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال فرهاد بهروز طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته او د سرپرست حکومت له چارواکو زما غوښتنه دا ده چې د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره ډېره هڅه وکړي چې د افغانستان خلک او خبریالان د دا ډول پېښو شاهد نه‌وي.»

د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد موټر په نښه کولو چې په پایله کې یې اوه تنه کارکوونکو ژوند بایلود او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول، له ځان سره کورني او بهرني غبرګونونه یې لرل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه