د پکتیا ولایت ګردیز ښار د لومړۍ حوزې مرستیال نن(دوشنبې د غبرګولي۷مه) د طالب وسلهوالو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، سردار ولي تبسم څرګندوي چې د لومړۍ حوزې مرستیال، سمونیار قادر په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړی چې سهار په سیمه کې د ګزمې په حال کې وه.
ښاغلی تبسم زیاتوي چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی هم دی.
دی وړاندې وايي چې د پولیسو په ځوابي برید کې دوه طالب وسلهوال هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې طالبانو د برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.