Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کلتوري اړیکو پراختیا

هرات کې د ترکیې د همغږۍ او همکارۍ دفتر مسوولین وایي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ کلتوري همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.

د دوی په خبره، د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري اړیکې اوږده مخینه لري او دوی هڅه کوي چې دغه اړیکې بیا راژوندۍ کړي.

هرات کې د ترکیې د همغږۍ او همکارۍ دفتر مسوول، عرفات دنیز وایي: «د فارسي کلاسیک ادبیات یې پیاوړي دي خو له فارسي کلاسیکو ادبیاتو پرته ترکي ادبیات هم شته. موږ ډېره هڅه کوو چې د خپلو خلکو کلاسیک ادبیات معرفي کړو او د مشترکاتو ارزښت لا ډېر وښایو.»

ورته مهال، د ترکي شاعر، عاشق ویسل د شعرونو او ژوندلیک کتاب څخه هم هرات ښار کې د یو لړو مراسمو په ترڅ کې مخکتنه وشوه.

دغه کتاب د یوه افغان خبریال ولي محمد حدید او ترکیې کې د دکتورا دورې زده کړیال مجتبی جاوید له لوري له ترکیې ژبې دري ته اړول شوی دی.

د فرهنګپالانو په باور، د عاشق ویسل په کتابونو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ کلتوري نږدیوالی په ښه توګه احساسیږي.

د فرهنګي چارو کارپوه، سعید حقیقي وویل: «هغه ژبه چې تمدني او کلتوري مشترکات یې ډېر دي؛ هغه له یو بل سر نږدې کړي او موږ له یو بل سره نږدې کړي.»

عاشق ویسل له سیمه ییزو شعرونو سره د خپلو خلکو په زړه کې ځای نیولی او ډیریو ترکي سندرغاړو په خپلو سندرو کې د هغه له شعرونو استفاده کړې ده.

تیرو لسیزو کې چې ترکیه له بحران او ناآرامۍ سره مخ وه، د عاشق ویسل شعرونو د خلکو ترمنځ یووالي ته لار هواره کړې ده.

د کلتوري چارو کارپوه، ولي شاه بهره وایي: «د مولانا د زېږېدو ځای بلخ دی او د مقبرې ځای یې قونیه دی، نو ښایي د دې دوو ملتونو د نږدې کولو یا دا چې نږدې کړي یې دي لامل همدا وي.»

عاشق ویسل پنځوس کاله مخکې وفات شوی دی.

هغه په کوچنوالي کې د یوې ناروغۍ له امله د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړی وو او ټول عمر نابینا وو.

د ترکیې دولت د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان یا یونیسکو تاییدۍ سره، سږکال د عاشق ویسل په نوم نومولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه