د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې نن ګهیځ یوه چاودنه شوې ده.
د دغو چارواکو په وینا، نن ګهیځ یو موټر د یوې چاودنې موخه وګرځېد.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم، د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې د دغې چاودنې په پایله کې د دغه موټر یوه سپرلۍ وژل شوې او همدارنګه یو بل تن ټپي شوي دی.
هغه وویل چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ دلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.