د دیني عالمانو ناسته د رسنیو له حضور پرته پیل شوه، خو د ګډنوالو غږ یې یوازې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې د چین د وېزې له خدمتونو بېبرخې دی.
بلخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په روڼ ډول اړمنو ته وویشي.